د عامې روغتيا وزارت دنيمروز په مرکز “زرنج ښار” کې د يو روغتيايي مرکز د جوړيدو خبر ورکړی دی.
دې وزارت ويلي، چې ياد روغتيايي مرکز د “يو،ان،ايچ،سي،ار” مؤسسې په همکارۍ او د جاپان هېواد په مالي ملاتړ د ۱۵۷ زره ۳۳۵ ډالرو په لښګت جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د مسوولينو په خبره، چې په دې روغتون کې به په ۲۴ ساعتونو کې ۹ زره تنو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي. د يادونې وړ ده، چې ياد وزارت په دې وروستيو کې په روغتيايي برخه کې د ځانبسياينې پر لور د پام وړ هڅې روانې کړې دي.