ډېر لوستل شوي

برېټانیا د افغانستان له خلکو سره یونیم میلیون یورو مرسته ځانګړې کوي 

د برېټانیا ځانګړي استازي «ریچارډ لیندسي» د ا.ا اقتصاد له وزیر، قاري دین‌محمد حنیف سره په کتنه کې د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي. 

د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د اقتصادي همکاریو، له خصوصي سکټور ملاتړ او د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو پر دوام هم بحث شوی دی. 

په خبرپاڼه کې د برېټانیا ځانګړي استازي په حواله ویل شوي چې دغه هېواد د افغانستان له خلکو سره یونیم میلیون یورو مرسته ځانګړې کوي او د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.  بلخوا د اقتصاد وزیر د افغانستان د شتمنۍ پر ازادېدو او کاري فرصتونو پر ایجاد ټینګار کړی، او په وینا یې چې د پراختیایي پروګرامونو په پیاوړتیا سره به د اقتصادي ځان‌بسیاینې لپاره زمینه برابره او په بهرنیو مرستو به د خلکو تکیه کمه شي.

اړوند خبرونه