د دایکندي د بدني روزنې او ورزش آمریت او د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي انسټیټوت په همکارۍ د ځغاستې یوه سیالۍ چمتو شوې وه.
دې سیالۍ کې ددې تخنیکي انسټیوټ ۱۸ ځوانانو د ۴۰۰ متره مربع په واټن د ځغاستې سیالي ترسره کړه، چې په پایله کې یې عبدالله مقدسي او نسیم محمدي دویم مقام خپل کړ. د دایکندي د ورزش امریت ویلي، له دې سیالیو یې موخه د دودیزو لوبو وده ده.