ډېر لوستل شوي

هېواد ته نړيوال مډال راوړونکي ورزشکاران ستايل شوي

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د بحرين د نويو ځوانانو اسيايي او د سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو کې افغان مډال راوړونکي ورزشکاران ستايلي دي.
د اميد راډيو خبريال په دې مراسمو کې د ياد رياست د عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق په حواله ويلي، چې ورزش د يووالي، اتحاد او مينې سمبول دی او افغانستان سږ کال د ورزش په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.
ښاغلي وثيق زياته کړې، چې افغان ورزشکارانو د بحرين د نويو ځوانانو له اسيايي او د اسلامي هېوادونو د پيوستون په سياليو کې د طلا، سپينو زرو او برونزو مډالونه تر لاسه کړي دي.
د نوموړي په وينا، دا د افغانستان په تاريخ کې لومړی ځل دی، چې افغان ورزشکاران په دې کچه اتلولۍ تر لاسه کوي، چې دا چاره د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د ورزشکارانو پر ملاتړ ښکارندويي کوي.

اړوند خبرونه