د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې درې لوبغاړي د کرېکټ نړيوالې شورا د يو ورځنيو سياليو د ”الرونډرانو” په تازه نوملړ کې د لسو غوره لوبغاړو په درجه بندۍ کې راغلي دي.
د کرېکټ نړيوالې شورا د درجه بندۍ له مخې، محمد نبي لومړی، راشده خان درېيم او عظمت الله عمرزي نهم ځای تر لاسه کړی دی. د يادونې وړه، چې له بنګلهدېش سره د افغانستان په تېر يو ورځني سريز کې ياد لوبغاړي په هر اړخیزه توګه ښه وځلېدل.