ډېر لوستل شوي

بيروت يو ځل بيا د صهيونيست رژيم هوايي بريدونو لړزولی

صهيونيست رژيم نن سهار (شنبه، ليندۍ درېيمه) يو ځل بيا د لبنان د پلازمېنې بيروت پر مرکزي برخه هوايي بريدونه کړي دي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په دغو بريدونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان شوي دي.

د صهيونيست رژيم په دغو هوايي بريدونو کې يوه اته پوړيزه ودانۍ ويجاړه شوې او ګڼ‌شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د ويلو ده، چې دا په روانه اوونۍ کې د بیروت پر مرکزي برخې د صهيونيست رژيم څلورم هوايي برید دی، چې کېږي.

اړوند خبرونه