ډېر لوستل شوي

شهباز شریف: پاکستان به د ایران تر څنګ ولاړ وي

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره په ټیلیفوني اړیکه کې نوموړي ته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د ایران ترڅنګ ودرېږٍي.

ښاغلي شريف د چهارشنبې پر ماښام په اېکس په یوه پيغام کې ليکلي و چې مسعود پزشکيان په ‘سيمه کې د سولې لپاره د پاکستان صادقانه هڅې’ ستایلي.

نوموړي وړاندې ویلي چې چې پاکستان به تل د يو صميمي ملګري او نږدې ګاونډي په توګه د ايران ترڅنګ ولاړ وي.

د ايران دولتي خبري اژانس د دې ټيليفوني اړیکې په تړاو په خپل راپور کې ويلي، چې دواړو خواوو ‘په ځانګړي ډول په اقتصادي، سوداګريزو او ګمرکي برخو کې خبرې کړي او د سيمه‌ ييزې سولې او ثبات د ملاتړ لپاره د ګډو سلا مشورو پر دوام يې ټينګار کړی دی.’ بلخوا یو شمېر سیاسي شنونکي او برحاله ایراني چارواکي پاکستان د منځګړیتوب په پار وړ هېواد نه ګڼي.

اړوند خبرونه