د کانونو او پټروليم وزارت ستر سلاکار انجنیر وحيدالله حليمي او د دې وزارت د مقام د دفتر عمومي رييس معراج محمد معراج د تاتارستان هېواد له پانګوالو سره کتلي دي.
ياد وزارت ويلي، چې په دې کتنه کې دغو پانګوالو د افغانستان د نفت او ګازو زېرمو په برخه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې.
د مسوولينو په وينا، د ياد وزارت ستر سلاکار دغو پانګوالو ته د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د ويلو ده، چې د سلامي امارت په بيا واکمنيدو سره د چين او ترکيې په ګډون د ګڼو هېوادونو پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.