د یمن په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونو زرو خلکو نن(جمعه، لړم ۲۳مه) د غزې په دفاع کې په پراخو لاریونونو لاس پورې کړی دی.
ددې لاریونونو موخه د غزې د مظلوم ولس ملاتړ او د فلسطیني مقاومت سره یووالي اعلانول وو. د یمن ولس د ( غزې ملاتړي یو او د دوښمن د ټولو دسیسو پر ضد بشپړ چمتووالی لرو.) شعارونه له ځان سره لېږدول.
لاریونوالو د فلسطین بیرغونه او شعارونه پورته کړي وو، او د اسرایيلو پر اشغال، بمبار او وژنو یې غوسه پارولې وه.
د یمن اوسېدونکو د نړۍ پر مسلمانانو غږ کړی چې تر ممکنې کچې د غزې ملاتړ وکړي.

