د لوګر چارواکي وايي چې د دغه ولایت د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د پرېکړې له مخې، په مرکز پلعلم او خوښۍ ولسوالیو یو شمېر هغه استوګنیز کورونه نړول شوي چې پر دولتي ځمکو اباد شوي وو.
د لوګر د والي ویاند صدیق احمد صدیقي وویل، دغه ولایت کې د غصب مخنیوي کمېسیون د ځانګړې غونډې او د مرکزي کمېسیون د حکم له مخې، د مرکز پلعلم او په خوښۍ ولسوالۍ کې پر دولتي ځمکو جوړ شوي ۴۰ ناقانوني استوګنیز کورونه ونړول شول.
نوموړي زیاته کړه، په لوګر کې د ځمکې د غصب مخنیوي کمېسیون د پخوا په پرتله هڅې دوه برابره ګړندۍ شوي او په تېر یوه کال کې زرګونه جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګولو ازاده شوې.