د غزني امنیه قوماندانۍ رسنيز دفتر ویلي چې ددې ولایت د پینځمې امنیتي حوزې اړوند د کډوالو په یوه ښارګوټي کې د ډبرو سکرو یوې بخارۍ د یوې ښځې او یوه سړي ژوند اخیستی دی.
سیمې ته د یادې امنیتي حوزې ځواکونه پر وخت رسېدلي خو ویل کیږي چې دا پېښه د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې سږکال ژمی لسګونه هېوادوال د ګازنیونې پېښو له کبله مړه شوي.

