ډېر لوستل شوي

بغلان کې د بورې د تولید شاوخوا سل کلنه زړه کارخونه بیا فعالیږي

د بغلان ځایي مسوولینو ویلي چې دې ولایت کې چې دې ولایت کې د نږدې سلو کلونو پخوانۍ د بورې د تولید کارخونه بیا فعالیږي.
د بغلان د والي ویاند ملا علم مجیدي ویلي چې ددې کارخونې چارې وروستۍ شوي او تمه ده ژر پر د بورې پر تولیداتو پیل وکړي.
ښاغلي مجیدي وړاندې ویلي چې په تېر کې ددې کارخونې ځمکه غصب شوې وه او د فعالیت خام توکي یې هم نه وو.
ویل کیږي چې دا کارخونه لسګونه کلونه وړاندې فعاله وه چې د کورنیو جګړو پر مهال په ټپه ودرېده.
د یادونې وړ ده چې د بغلان د بورې تولیدي کارخونه یوازې له چغوندرو بوره تولیدوي او دې برخه کې د هېواد یوازینۍ کارخونه ګڼل کیږي.

اړوند خبرونه