ډېر لوستل شوي

د افغان مېرمنو په تړاو د یوناما اندېښنه له حقیقته لرې او د غربي ټولنې لیدلوری دی

د امر بالمعروف، نهي ‌عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د یوناما وروستۍ اندېښنې چې د بیان آزادۍ، د ښځو حقونو او د‌ هغوی بنسټیزو ازادیو په اړه یې څرګندې کړي، له حقیقته لرې او د اسلامي، دیني او ټولنیزو ارزښتونو خلاف کړنه بللې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما پرون(دوشنبه، سلواغې نهمه) د بشري حقونو د وضعیت په تړاو راپور خپور کړی او یاد راپور کې یې د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د بیان ازادي ترڅنګ د ښځو د حقونو او بنسټیزو ازادیو محدودولو یادونه کړې، چې یاد وزارت دغه نیوکې او اندېښنې بې ځایه، له حقیقت څخه لرې او د غربي لیدلوري پر بنسټ بولي.

ددې راپور په یوه څنډه کې ویل شوي چې د امرباالمعروف وزارت محتسبین هغه ښځې دباندې نه پرېږدي چې له محرم پرته سودا وکړي. د راپور په یوه برخه کې راغلي چې یاده ادعا له حقیقت څخه لرې او د امر بالمعروف وزارت د بدنامۍ هڅه ده.  دې وزارت ویلي چې په دې تړاو هېڅ ماده نشته؛ بلکې د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون کې یواځې د ښځو خوندیتوب، ارزښت او اړتیاوو په پام کې نیولو سره په هغو سفرونو کې چې له ۷۲ کیلومترو څخه زیات وي؛ د شرعي محرم شتون اړين بلل شوی دی.

اړوند خبرونه