د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له بندخونو ۷ تنه افغان بنديان ازاد شوي دي.
ياد وزارت ويلي، چې د ننګرهار د تورخم سرحدي امريت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د ۴ مياشتو تر ۴ کلونو بند وروسته تېره ورځ (سهشنبه، سلواغې نهمه) خپل هېواد ته راستانه شول.
د مسوولينو په وينا، چې له دې کسانو سره بشري مرستې هم شوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د پاکستان له بېلابېلو زندانونو سلګونه افغان بنديان ازاد شوي، چې ډېری یې د ویزې د نه لرلو، د کډوالۍ د اسنادو د نشتوالي او يا هم د نورو حقوقي ستونزو له امله نیول شوي وو.