د خوست مقام د رسنيو دفتر ويلي، چې د عليشېرو ولسوالۍ د بوږنوونکي پېښې په تړاو له سهار دوو تورنو کسانو سربېره دوه نور تورن کسان هم ونيول شول.
د ياد مقام وياند مستغفر ګربز اميد راډيو ته ويلي، چې دغه نيول شوي کسان هم د ښکېلو اړخونو له ډلې ګڼل کېږي.
نوموړي زياته کړې، چې د امنيتي ځواکونو له لورې د نورو ښکېلو کسانو د نيولو په پار پلټنې دوام لري. د یادونې وړ ده، چې تېره شپه خوست علیشېرو ولسوالۍ کې نامعلومو وسلوالو د یوې کورنۍ لس کسان چې تر ډېره ښځې او ماشومان وو، شهیدان کړي دي.