د نیمروز والي شيخ محمد قاسم خالد، د هلمند والي مولوي عبدالرحمان کندزي او د ۲۱۵ عزم قولاردو قوماندان مولوي شريفالدين تقي ترمنځ د انساني قاچاق د مخنيوي په تړاو ناسته شوې ده.
د نيمروز مقام وياند رحيمالله ساجد په خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دې ناسته کې د انساني قاچاق د مخنيوي په پار د اسلامي امارت د زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله د صادر شوي فرمان په پلي کېدو ټينګار شوی دی.
د دواړو ولايتونو واليانو په دې ناسته کې ويلي، چې د نيمروز او هلمند ولايتونو له لارې دې د انساني قاچاق د مخنيوي په پار لازم اقدام وشي، تر څو د يادې چارې مخنيوی وشي. ياده دې شي، په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې د نیمروز او هلمند ولایتونو په شریکو دښتو کې به د انساني قاچاق د بشپړ مخنيوي په پار امنيتي پوستې جوړې شي.