د افغانستان د برېښنا شرکت اجراييوي رييس ډاکټر عبدالباري عمر وايي، چې د برېښنا توليد ډېروالي په موخه له کورنيو سرچينو څخه د برېښنا توليد ۱۳ نوې پروژې پرانېستل کېږي.
ښاغلي عمر زياته کړې، چې له دې سره به په هېواد کې د کورني توليد برېښنا پنځه نيم سوه مېګاواټو ته لوړه شي. د معلوماتو له مخې، دا مهال د هېواد د اړتیا وړ ۸۰ سلنه برېښنا له ایران، ترکمنستان، تاجیکستان او اوزبیکستان هېوادونو څخه راواردېږي او یوازې ۳۸ سلنه هېوادوال برېښنا ته لاسرسی لري.