ډېر لوستل شوي

په کابل کې درې تنه د غلا په تور ونيول شول

د کابل امنيه قوماندانۍ وايي، چې يولسمې حوزې پوليسو درې تنه غله نيولي دي.

يادې قومانداني په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې له دې ډلې يې يو تن يو کور ته د اوښتو په مهال نغدې پيسې او يوه اندازه سره زر يې غلا کړي وه، نيول شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دوو تنو نورو یې له خلکو څخه په چل او دوکه توکي په کرايه وړل د خرڅولو په تور نيول شوي دي.

د مسوولين په وينا، چې دغه د غلا په تور نيول شوي کسان د پوليسو د توقيف برخې ته لېږل شوي دي.

امنيتي چارواکي له خلکو غوښتنه کوي، چې د شکمنو کسانو او پېښو په اړه پولیسو ته سم‌لاسي خبر ورکړي، ترڅو د مجرمینو د نیولو بهیر چټک شي.

اړوند خبرونه