ډېر لوستل شوي

هلمند کې هم د ښوونکو فیسونه وبښل شول

د خوست او ځینو نورو ولایتونو وروسته هلمند کې هم یو شمېر ډاکټرانو په لومړي ځل پرېکړه وکړه، چې تر دې وروسته به له ښوونکو او د هغوی له کورنیو د معاینې فیس نه اخلي.

هلمندي ډاکټرانو همدارنګه  په درملو او نورو برخو کې هم له ۱۰ څخه تر ۴۰سلنه تخفیف منلی.

 د هلمند ښوونکو د روغتیاپالانو له دې اقدام څخه خوښي ښودلې خو له خلکو غواړي، چې د ښوونکو سره په نورو چارو کې هم مرستې وکړي. یاده دې شي چې تر دې دمخه په ننګرهار، کندهار او اروزګان ولایتونو کې هم روغتیاپالانو پرېکړه کړې وه، چې نور به له ښوونکو د معاینې فیس نه اخلي.

اړوند خبرونه