د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د هوټلونو امارتي شرکت ویلي چې له آغاخان پراختیایي صندوق سره یې ددې هوټل تړون پای ته رسېدلی دی.
دغه امارتي شرکت ویلي چې سرینا کې د آغاخان د براختیایي صندوق له لوري په تېرو شلو کلونو کې غوره چوپړونه وړاندې شوي دي.
ویل کیږی چې له آغاخان سره د کابل هوټل(سرینا) تړون د روان سپوږمیز کال د جمادی الثاني په ۱۵مه نېټه پای ته رسېدلی دی.
د هوټلدارۍ د امارتي شرکت په خبره چې ددې هوټل تړون له یوه نړیوال شرکت سره ترسره شوی چې د هوټلدارۍ برخه کې کافي تجربه لري.
یاده دې شي، چې په دې وروستیو کې خواله رسنیو د سرینا هوټل د بندېدو اوازې خپرې کړې وې.