ډېر لوستل شوي

لغمان کې ۳ ماشومان د ناچاودې مرمۍ ښکار شول

د لغمان د مقام رسنیز دفتر ویلي چې پرون(جمعه، سلواغې ۱۲مه) غرمه مهال د ناوچاودې مرمۍ په چاودنه کې ۳ ماشومان شهیدان شوي.

ویل کیږي چې دې ماشومانو د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ په اړینې کلي کې یوه مرمۍ موندلې وه چې د لوبو پرمهال یې پرې چاودنه کړې.

قرباني شوي ماشومان لس، یوولس او دیارلس کاله عمرونه لري. د لغمان ولایتي مسوولین وایي چې سیمې ته امنیتی ځواکونه رسېدلي او پېښه څېړي.

اړوند خبرونه