ډېر لوستل شوي

له حضوري چمن ځمکې دې سمه ګټه واخېستل شي

د حضوري چمن سیمې د ملکیت د برخلیک مالومولو په پار د یاد وزارت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او ملي المپیک ریاست د استازو ترمنځ درې اړخیزه غونډه ترسره شوې.
دا غونډه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په بنسټ ترسره شوې چې موخه یې ددې ځمکې د اصلي ملکیت د برخلیک مالومول او ترې سمه ګټه اخېستل وو.
په غونډه کې پر داسې طرحې ټینګار شوی چې له مخې یې په حضوري چمن کې د تکړښت، تاریخي، فرهنګي، عایداتي ارزښت، عبادت او نورې ټولګټې چارې په پام کې ونیول شي.
په غونډه کې همدارنګه پرېکړه وشوه، چې په راتلونکې ناسته کې به له دې سیمې د سمې ګټې اخیستو وروستۍ پرېکړه وشي او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله مقام ته د وروستۍ پرېکړې په موخه وړاندې شي.

اړوند خبرونه