ډېر لوستل شوي

په کابل کې دوه تنه د غلا او قتل په تور ونيول شول

د کابل امنيه قوماندانۍ امنيتي ځواکونو په شکر درې ولسوالۍ کې يو تن د ۱۵ سوه زرو افغانيو د غلا او يو بل کس يې د خپلې مېرمنې د قتل په تور نيولی دی.

د شکر درې ولسوالۍ جنايي مدير قاري عزت‌الله وايي، دغه نيول شوی غل يوه کور ته د اوښتو په مهال ۱۵ سوه زره افغانۍ غلا کړې وې، چې يوه ورځ وروسته يې نيولی دی.

د نوموړي په وينا، چې دواړو تورنو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی. د کابل امنيه قومانداني اړوند د شکر درې ولسوالۍ مسوولينو وايي، چې د يادو تورونو کسانو دوسيې به ترتيب او له هغې وروسته به قضايي ارګانونو ته وسپاري.

اړوند خبرونه