ډېر لوستل شوي

په تېره مياشت کې د وسپنې پتلۍ له لارې څه باندې ۴ سوه زره مټريک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وايي، چې د تېرې مرغومې مياشتې په ترڅ کې د وسپنې پتلۍ له لارې ۴ سوه زره او ۸۸۷۶ مټريک ټنه انتقالات شوي دي.

د ياد وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د حيرتان بندر له لارې ۳ سوه زره ۲۳۲۷ ټنه، د اقينې بندر له لارې ۲۷ زره ۴۵ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۰ زره ۵۶۴ ټنه او د خواف ـ هرات له لارې ۸ زره ۹۴۰ ټنه توکي وارد او صادر شوي دي.

د نوموړي په وينا، د تېرې مياشتې په لړ کې ۱ زر ۶۹۸ ټنه ترانزيټ او صادرات شوي، چې لويه برخه يې وچه مېوه، کينو، وريجې او د انارو جوس دي.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان د وسپنې پټلۍ له لارې په تېرو ۹ مياشتو کې شاوخوا ۳.۲ ميليون مټريک ټنه انتقالات شوي دي.

اړوند خبرونه