ډېر لوستل شوي

خوست کې د رغنیزو پروژو په مټ سلګونو تنو ته کارموندنه شوې

د خوست د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ په زېړۍ غونډۍ او چینو غونډۍ سیمو کې د ویالو او خامو سړکونو د پاکولو او رغولو په مټ د همدې سیمو اوسېدونکو ته کارموندنه چمتو شوې ده.

دغه پروژې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ، د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ بشپړیږي. یاده دې شي چې د خامه سړکونو رغول او د ویالو پاکوالی به ددې دوو سیمو اوسېدونکو ته ټرانسپورټي ستونزې هوارې او د کښتونو اوبه چمتو کړي.

اړوند خبرونه