د ملي دفاع وزارت د ۲۱۵ عزم قولاردو د امنيت د ښه ټينګښت په موخه سرحدي ځواکونو ته ۲۵ ضربتي او ۵ عرادې هاموې ټانکونه ورکړل شوي دي.
د يادې قولاردو قوماندان ملا شرافالدين تقي دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه کړې، چې له دې پوځي وسايطو څخه د هېواد د دفاع او ولس ته د امنيت ساتنې په موخه ترې ګټه پورته کړي.
۲۱۵ عزم قولاردو په خپره کړې خبرپاڼه کې هېوادوالو ته ډاډ څرګند کړی، چې د سويل لوديځ سرحدي ځواکونه د امنيت د ټينګښت په برخه کې د سر په قربانيو د سرحدي سيمو د ساتنې په پار پوره چمتووالی لري. د يادونې وړ ده، چې د سرحدونو امنیتي ساتنه د هېواد د ملي حاکمیت، داخلي ثبات، او د نا امنۍ د مخنیوي لپاره حیاتي ارزښت لري.