د افغانستان اسلامي امارت د امریکا د ولسمشر هغه څرګندونې غندلي، چې د فلسطینیانو د بېځایه کولو او په نورو هېوادونو کې د هغوی د مېشتولو په اړه شوي.
بهرنیو چارو وزارت یاده کړنه د ټولو نړیوالو قوانینو ښکاره ماتول ګڼلي او غزه یې د فلسطینیانو خاوره بللې ده.
یاده اعلامیه کې وړاندې راغلي: «اسلامي امارت باور لري چې دا ډول پلانونه نه یواځې د صهیونیستي رژیم د شومو اهدافو استازیتوب کوي، بلکې د مسلمانانو د کرکې پارونې او د سیمې د کړکېچ د زیاتوالي لامل هم ګرځي.»
اسلامي امارت د نړۍ له اغېزمنو هېوادونو غوښتي چې ددې ډول دسیسو پر وړاندې یو ډول، واحد او پر وخت دریځ خپل کړي.
د افغانستان اسلامي امارت په داسې وخت کې د فلسطینیانو د بېځایه کولو مسئله غندلې چې تازه ډونالډ ټرمپ ویلي چې د غزې واګې به امریکا په خپلو لاسونو کې واخلي.