لوګر کې د ژمني جام په نوم د توپ ډنډې سیالۍ د کتب خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د لوګر د ورزش آمریت له خوا چمتو شوې وې چې ۸ لوبډلو پکې برخه اخېستې وه.
ددې سیالیو پایلوبه د محمداغې ولسوالۍ د کتب خېلو او د اتفاق محمداغې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې کتب خېلو لوبډلې پکې سیالې لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
ددې سیالیو موخه د دودیزو لوبو غوړونه وه چې مخکښو لوبغاړو ته پکې ستاینلیکونه او نورې ډالۍ هم ورکړل شوې.