د اسلامي امارت ځانګړو مجاهدو ځواکونو د هېواد په شمال څلورو ولايتونو کې پر داعش خوارجو پراخ عمليات کړي، چې په پايله کې يې ټول غړي نيولي دي.
المرصاد ويبپاڼې له خپلو کره سرچينو تېره ورځ ناوخته راپور ورکړی، چې د اسلامي امارت ځانګړو مجاهدو ځواکونو دغه پراخ عمليات د شمال په تخار، کندز، بغلان او سمنګان ولايتو کې کړي دي.
يادې سرچينې په دې راپور کې ويلي، چې دغه داعش خوارج د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې په يوه چينايي وګړي بريد، د بغلان نهرين ولسوالۍ اړوند يو جومات کې په عامو ذکر کوونکو بريد او دغه راز د بغلان ولايت په ځينو نورو سيمو کې د ديني علماوو په نښه کولو قضيو کې ښکېل بلل شوي دي.
المرصاد د خپلو سرچینو له مخې زياته کړې، چې د دوی تر شا داسې لوريو او کړيو لاس درلود چې غوښتل يې په افغانستان کې د اقتصادي پروژو مخه ونيسي او امنيتي وضعيت نارامه وښيي. دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت امنيتي ځواکونو تر دې وړاندې هم د هېواد په يو شمېر شمالي ولايتونو کې يادې ډلې ځپلې او ګڼ شمېر يې لا هم ژوندي نيولي دي.