تمه ده افغان ملي لوبډله د دویمې ګټې په تکل د اسټرالیا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
دا لوبه نن جمعه د کابل پر وخت ماسپښین یوه نیمه بجه د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره کیږي.
افغان کرکټ ملي لوبډله داسې مهال خپله درېیمه لوبه ترسره کوي چې وړمه ورځ یې په یوه سخته سیالۍ کې انګلستانۍ ملي لوبډله ماته کړه. ویل کیږي چې دا مهال لاهور کې باران وریږي، خو هیله شته چې د ورځې تر پایه به لوبغالی لوبې ته چمتو شي.