د ايران دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د بيګانه او غيرقانوني اتباعو د ګمارنې او د ګران پلورنې د مخنيوي په موخه د يو شمېر کارخونو پلټنه او تړل دوام لري.
د صدا و سيما اژانس د راپور له مخې، له دې سره د ايران حکومت په کرمان کې د افغان کارګرانو د ګمارنې په پار يو شمېر کارخونې تړلې هم دي.
ياده دې شي، ایران په تېر یوه کال کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نه درلودل له خپلې خاورې اېستلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ياد هېواد تر دې وړاند په دې هېواد کې د غيرقانوني کډوالو د اېستلو خبر ورکړی و.

