ډېر لوستل شوي

د افغانستان او ايران پر روغتيايي سکتور خبرې وشوې

د عامي روغتيا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي په کابل کې د ايران له سفير علي‌رضا بېکدلي سره کتلي دي.

په کابل کې د ايران سفارت په خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د راتلونکي کال له‌پاره د روغتيا، درملنې او طبي زده‌کړو په برخه کې د همکاريو په پروګرام خبرې کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې ایران په تېرو کلونو کې هم د افغانستان له روغتیايي سکتور سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې ده.

اړوند خبرونه