د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال ډاکتر عبداللطيف نظري وایي، د خوښۍ ځای دی چې د هېواد د پوهنتونونو ادارو دا درک کړی چې له رسنیو سره ګډې همکارۍ د ټولنې د ودې لپاره اغېزمنې دي.
ښاغلي نظري د «اميد رسنيزې شبکې او د کابل پوهنتون په ګډون له يو شمېر تحصيلي بنسټونو سره د ګډ درېاړخیز هوکړهلیک د لاسلیک» پر مهال زياته کړې، چې رسنیو تل خپل رسالتي مسوولیت ادا کړی او د هېواد د ثبات او عامه پوهاوي په برخه کې یې مهم رول لرلی دی.
د مسلکي مرستيال په وينا، د هېواد دښمنانو د نظام پر ضد تبلیغاتي جګړه پیل کړې، خو دا جګړه د افغان رسنیو او ځوانانو له لوري په بریالیتوب سره شنډه شوې ده. نوموړي ټینګار کړی چې د ناوړه تبلیغاتو مخنیوی د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال په دې غونډه کې وویل: “د همدې ډول هوکړهلیکونو له لارې کولای شو د منفي تبلیغاتو پر وړاندې اغېزمن دریځ خپل کړو او د خلکو ذهنونه د واقعیتونو پر بنسټ ورزو.”
نظري زیاته کړې، پوهنتونونه د نوي نسل د روزنې مسوولیت پر غاړه لري، او رسنۍ کولای شي وړ، بااستعداده او مسلکي کسان ټولنې او نړۍ ته وروپېژني.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال په وينا، رسنۍ او پوهنتونونه په ګډه کولای شي د هېواد د کلتوري او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې هم مهم او اغېزمن رول ولوبوي.

