پاکستانۍ رسنۍ اج نيوز ويلي، چې د بلوچستان په بولان ولسوالۍ کې وسلهوالو د منجهون بند د ودانيزې پروژې ۷تنه کارګران نا معلوم ځای ته تښتولي دي.
بلپلو په یوې بله پېښه کې ناڅرګنده کسانو د کوټې کېچې بېګ د پولیسو حوزې ته لاسي بمونه غورځولي، چې له امله یې د پولیسو یوه موټر اور اخېستی.
د يادونې وړ ده، چې د واړو پېښو مسووليت کوم لوري په غاړه نه دی اخېستی. دا په داسې مهال ده، چې دوه ورځې وړاندې د بلوچ بيلتونپالو د اېکسپرېس پر رېل ګاډي بريد کړی و، چې په پايله کې يې سلګونه کسان برمته کړل.