د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په یوې خبري غونډه کې اعلان کړی چې په اوکراین کې یې ۳۰ ورځني اوربند لپاره د امریکا له وړاندیزونو سره موافقه ښودلې ده.
ښاغلي پوتین ویلي چې مسکو د دوښمنۍ ختمولو په پار د متحده ایالاتو له وړاندیزونو سره موافق دی او په دې شرط ۳۰ ورځنی اوربند مني چې د دایمي سولې لامل شي.
ورته مهال کې د امریکا ولسمشر ټرمپ هم د پوتین له خبرو هرکلی کړی دی.
مسکو مخکې ویلي و چې د اوربند او د سولې د خبرو په پار یو لړ شرطونه لري.

