د امریکا د استازو جرګې مسلمان غړي عبدالرحمن السید د فلسطین او اسراييل ترمنځ د تلپاتې سولې لپاره د دواړو ولسونو د خپل برخلیک ټاکلو حق، ازادۍ او انساني کرامت د مساوي تضمین غوښتنه کړې ده.
نوموړي ویلي، د فلسطین او اسراييلو د راتلونکي سیاسي جوړښت په اړه پرېکړه باید د دواړو ولسونو ترمنځ د ګډو خبرو له لارې وشي، که هغه د دوو خپلواکو دولتونو جوړښت وي او که د یوه دولت جوړښت.
عبدالرحمن السید له اسراييلي رژيم څخه د ټولو وګړو لپاره د مساوي حقونو د خونديتوب غوښتنه کړې او د غزې په جګړه کې یې د امریکا پر سیاستونو نیوکه کړې ده. نوموړي ویلي، امریکا د پوځي مرستو له لارې د ملکي وګړو د وژنې او ویجاړۍ ملاتړ کړی دی.
هغه د اسراييلي رژيم لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو جنګي مجرم بللی او د نوموړي او د جګړې د ملاتړو د حساب ورکولو غوښتنه یې کړې ده.
نوموړي همداراز ټینګار کړی چې امریکا باید هېڅ هېواد ته بېقید او شرطه پوځي مرستې ورنه کړي او دا اصل باید د اسراييلي رژيم په ګډون پر ټولو هېوادونو په مساوي توګه پلی شي.

