د امریکا د ملي امنیت ادارې (NSA) هغه پټه مخابراتي شبکه له کاره لوېدلې چې د دې ادارې کارکوونکي یې د محرمانه معلوماتو د داخلي تبادلې لپاره کاروي.
«سياېناېن» د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د شبکې د تخنیکي ستونزې د کچې او څرنګوالي معلومولو لپاره د ادارې د کارکوونکو کاري مهالوېش بدل شوی او هغوی په بېلابېلو وختونو کې دفترونو ته حاضرېږي.
د سرچینو په وینا، تر اوسه داسې هېڅ نښه نه ده موندل شوې چې د یادې شبکې د بندېدو لامل دې سایبري برید وي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې لورین بیس هم ویلي چې د سایبري برید په اړه هېڅ شواهد نشته، وضعیت بحراني نه دی او امریکایان باید اندېښنه ونه لري.

