د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې په ابونصر فراهي بندر کې د وارداتي توکو د کیفیت کنټرول او څارنې په دوام ۹ زره ۸۱۹ کیلوګرام کمکیفیته غالۍ مسترد شوې دي.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا غالۍ د ټاکل شویو کیفي معیارونو څخه برخمنې نه وې او بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوې دي.
د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې د هېواد په بندرونو کې د کمکیفیته توکو واردېدو ته اجازه نه ورکول کېږي.
یادې ادارې تر دې مخکې هم په بندرونو کې د بېلابېلو کمکیفیته توکو د واردېدو مخه نیولې وه او له سوداګرو یې غوښتي چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي.

