ډېر لوستل شوي

کابل کې د اذربایجان سفیر د عامه کتابتون له ریاست او تالارونو څخه لیدنه کړې 

اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې په کابل کې د اذربایجان سفیر «الهام محمدوف» د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند عامه کتابتونونو له ریاست او تالارونو څخه لیدنه کړې ده. 

د خبرپاڼې له مخې چې محمدوف په دې مرکز کې شته کتابتوني زیرمې او تاریخي ورځپاڼې ارزښت لرونکي بللي، او د هنري او فرهنګي اثارو پر ساتنې، پالنې او معرفي کولو یې ټینګار کړی دی. 

اطلاعاتو او کلتور وزارت لیکلي چې د اذربایجان سفیر همداراز د عامه کتابتون له بېلابېلو (عمومي، د افغانستان پېژندنې، د جریدو، مجلو او د ماشومانو له تالارونو څخه د لیدنې پرمهال د لیکوالانو

هڅولو او مطالعې فرهنګ پیاوړتیا په برخه کې د عامه کتابتونونو ریاست هڅې ستایلې دي.

اړوند خبرونه