ډېر لوستل شوي

د قزاقستان «کونسګ» ټکنالوژۍ شرکت استازي د ا.ا روغتیا وزارت له مرستیال سره کتلي

روغتیا وزارت وایي چې د قزاقستان «کونسګ» ټکنالوژۍ شرکت استازي د اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت له مالي او اداري مرستیال «قاري عبدالولي صدیقي» سره کتلي دي.  

په دې کتنه کې د روغتیا اړوند نویو ټکنالوژیو پر کارونې، په ځانګړي ډول افغانستان کې د ټیلي‌مډیسن سیستم پر پلي کولو او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره د تخنیکي او عملي همکاریو پر فرصتونو خبرې شوې دي.  

روغتیا وزارت د «کونسګ» شرکت د استازي له قوله لیکلي چې د یاد وزارت له تخنیکي ټیمونو سره په همغږۍ به افغانستان کې د ټیلي‌مډیسن یوې ازمایښتي پروژې د پیل لپاره زمینه برابره شي.

د خبرپاڼې له مخې چې دا اقدام به د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو او دغو خدمتونو ته د خلکو لاسرسي اسانه کولو په موخه وشي.

اړوند خبرونه