ډېر لوستل شوي

د افغان او ايراني چارواکو کتنه؛ “د اسلام‌کلا ګمرک فعالیتونه د راتلونکې شنبې له ورځې ۲۴ ساعته کېږي”

د افغانستان د مالیې وزیر ملا محمد ناصر آخند د خپل رسمي سفر پر مهال په ایران کې د دغه هېواد د اقتصاد او مالیې له وزیر ډاکټر مدني‌زاده سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د افغانستان د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د پانګونې، سرحدي او ګمرکي چارو، ټرانزیټ او د ګډ اقتصادي کمېسیون د فعالیتونو په اړه بحث شوی دی.

په خبرپاڼې کې راغلي، دواړو لوريو د افغانستان او ایران د ګمرکي سیسټمونو پر نښلولو، د ګمرکونو د ۲۴ ساعته فعالیت او په سرحدي لارو کې د موټرو د تګ راتګ پر زیاتولو هوکړه کړې ده.

همداراز، پرېکړه شوې چې د اسلام‌کلا ګمرک به د راتلونکې شنبې له ورځې څخه ۲۴ ساعته فعالیت پیل کړي.

د توکو د قاچاق مخنیوی، په بندرونو کې د موټرو د تم کېدو کمول او ایران ته د افغان صادراتو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول هم د دې لیدنې له مهمو هوکړو څخه دي.

اړوند خبرونه