د افغانستان اسلامي امارت زعیم، عالیقدر امیرالمؤمنین شیخالاسلام حفظهالله تعالی وايي، خلک باید د اسلامي امارت له حقیقت او تعریف سره اشنا شي او مؤمنان باید د یوه وجود په څېر د یو بل ملاتړ وکړي.
عاليقدر اميرالمؤمنين د «فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه په یوه علمي او څېړنیز کنفرانس کې» ویلي چې الله تعالی د مسلمانانو ترمنځ د یووالي او یو موټيوالي امر کړی او مؤمنان باید په خپلو کې همغږي او متحد واوسي.
د اسلامي امارت مشرتابه ټینګار کړی چې د امیر درناوی د رعیت درناوی دی او د اسلامي امارت سیاست د قرآنکریم له لارښوونو سرچینه اخلي.
عاليقدر اميرالمؤمنين په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت د حقیقت پېژندنې، د یووالي پیاوړتیا او د امیر او رعیت ترمنځ د متقابل درناوي پر ارزښت ټینګار کړی دی.

