ډېر لوستل شوي

افغانستان کې د پانګونې فرصتونو په اړه له هندي سوداګرو سره خبرې شوې دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مسوولینو، سوداګرو او پانګوالو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

ياد وزارت وايي، په دې لیدنه کې ښاغلي زاهد بهرنیو پانګوالو ته د برابرو شویو اسانتیاوو، د صنعتي فعالیتونو د پراختیا او د ګډې اقتصادي همکارۍ پر فرصتونو تفصیلي خبرې کړې او هندي پانګوال یې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي او تولیدي برخو کې پانګونې ته هڅولي دي.

نوموړي د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې (PHDCCI) له اجراييوي رییس ډاکټر رنجیت مهرا او نورو هندي مسوولینو او پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې په جوړېدونکو سوداګریزو نندارتونونو کې ګډون وکړي.

همدارنګه، له هندي لوري غوښتنه شوې چې په هند کې په جوړېدونکو سوداګریزو نندارتونونو کې افغان سوداګرو ته هم د ګډون زمینه برابره کړي.

اړوند خبرونه