ډېر لوستل شوي

اې‌بي‌سي: ښايي لسګونه افغان کډوال روانه اوونۍ له امریکا څخه پاکستان ته واستول شي

د امریکا اې‌بي‌سي ټلوېزیون راپور ورکړی چې ښايي لسګونه افغان کډوال په روانه اوونۍ کې له امریکا څخه وایستل شي چې په ډله کې یې د امریکايي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو د کورنۍ غړي هم شامل دي.

د راپور له مخې، د نیول شویو افغان کډوالو وکیلانو، د کډوالو ملاتړو بنسټونو او د هغوی کورنیو ویلي چې د امریکا حکومت د دغو کډوالو د ایستلو بهیر چمتو کوي.

اې‌بي‌سي د یوه افغان کډوال اړوند د محکمې د یوه سند په حواله ویلي چې د ایستلو لپاره د ځانګړې شوې الوتکې د ناستې ځای پاکستان ټاکل شوی او پلان دا دی چې دغه کسان له هغه ځایه افغانستان ته ولېږدول شي.

تر دې مخکې د کډوالو ملاتړو بنسټونو او د نیول شویو افغانانو کورنیو دې ټلوېزیون ته ویلي وو، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د کډوالۍ سیاستونو په چوکاټ کې د امریکا د لویزیانا ایالت د کډوالۍ ادارې په توقیف‌خونو کې سلګونه افغان کډوال ساتل کېږي.

اړوند خبرونه