د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په کابل ښار کې د ښاري بسونو د فعالیتونو د ښه مدیریت او څارنې په موخه، په بسونو کې د موقعیت موندنې «جيپياېس» سیسټم د نصبولو لړۍ پیل کړې ده.
د یاد ریاست ویاند مولوي محمد نبي بهار ویلي، د دې پروګرام په لومړي پړاو کې د ملي بس امارتي شرکت اړوند د لومړۍ حوزې په ۵۰ بسونو کې دغه سیسټم نصب شوی دی.
د نوموړي په وینا، د دې سیسټم په فعالېدو سره به د بسونو موقعیت په دقیقه توګه څارل کېږي، د تګ راتګ مسیرونه به یې تعقیبېږي او د ټرانسپورټي فعالیتونو مدیریت به ښه شي.
مسوولینو ویلي، پلان لري چې دغه سیسټم د کابل ښار په ټولو ښاري او همداراز د ولایتونو په بسونو کې هم نصب او فعال کړي.

