ډېر لوستل شوي

تخنیکي او مسلکي پرسونل شل انټرنېشنل موټر بیارغولي

د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر ویلي، چې ددې قول اردو د تخنیکی او  مسلکي پرسونل له لوري ۲۰ انټرنېشل موټر بیا رغېدلي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د ۲۱۵ عزم قول اردو د حمايه کنډک د ورکشاپ مسوول ویلي چې تخنیکي او مسلکي پرسونل یې شپه او ورځ هڅه کوي؛ تر څو هغه وسایط چې بیاځلې د ګټې اخیستنې وړ وي، ورغوي او ګټې اخیستو ته یې وسپاري.

دې قول اردو ویلي چې تر دې دمخه یې هم سلګونه پوځي وسایط رغولي دي. یاده دې شي چې د اسلامي امارت په راتګ سره د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو له لوري زرګونه پوځي او نور وسایط د بیاځلې ګټې اخیستو وړ ګرځېدلي دي.

اړوند خبرونه