د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د اتلتیک د فدراسیون د استازولۍ له لوري او د یاد ولایت د سپورټ آمریت په همکارۍ د ځغاستې یوه ورځنۍ سیالۍ پر لاره اچول شوې وه. دغه سیالۍ د ځوانانو او لویانو په عمري کټګوريو کي د یوې ورځې لپاره ترسره شوې چې په پایله کې د استاد نادر خان د کلب ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړی.
په دغو سیالیو کې د زابل د بېلابېلو کلبونو شاوخوا ۶۶ ورزشکارانو برخه اخیستې وه. یاده دې شي چې ددې سیالیو موخه اختریزه تفرېح وه چې مخکښو لوبغاړو ته جایزې هم ورکول شوې.

