لوګر کې د قومونو د یووالي او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمانونو د پلي کولو په موخه، ددې ولایت د محمدآغې ولسوالۍ اړوند په مغلخېلو سیمه کې لویه ولسي غونډه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي معین مولوي عبدالله حسيني سربېره د لوګر مرستيال والي مولوي محمدانور دینپرور، د علماؤ شورا رئیس شیخ محمدشریف حقاني، د محمدآغې ولسوالۍ ټولو ډلګۍ مشرانو، علماوو، قوميمخورو، د کليو استازو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
د لوګر مرستیال والي، مولوي محمدانور دین پرور په خپلو خبرو کې د قومونو ترمنځ پر یووالي او ورورولۍ ټینګار کړی او دغه راز یې ویلي چې پر موږ او تاسو د امیرالمؤمنین حفظهالله د فرامینو اطاعت او پيروي واجبه ده.
مرستيال والي وړاندې زیاته کړه: لوګر د افغانستان د قومونو ټاټوبی دی او د خدای شکر دی، چې په دې ولايت کې قومونه په ګډه ژوند کوي او دا ولايت له تعصب او قوم پالنې څخه پاک ولایت دی.
د کورنیو چارو وزارت تامیناتي معین مولوي عبدالله مختار حسیني په خپلو خبرو کې ولسونه یووالي او ورورولۍ ته و هڅولو او ترڅنګ یې وغوښتل چې د نظام ملاتړ وکړي او د فرامینو د تطبیق په برخه کې د اړوندو ادارو سره پوره همغږي او همکار پاتي شي.
دغه راز د علماوو شورا رییس، شیخ محمد شریف حقاني د ناسمو رواجونو او دودونو په اړه د امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمانونو د ښه تطبيق سپارښتنه وکړه او د یادو فرمانونو په تړاو یې بشپړ مالومات وړاندې کړل.
دې غونډې کې یو شمېر سپین ږیرو او مخورو د امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمانونو هرکلی کړی او د پلې کېدو ژمنه یې کړې ده.

