ډېر لوستل شوي

افغان لوبغاړو نيپال ته په خپل کور کې يو ځل بيا ماتې ورکړه

د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنې ملي لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې يو ځل بيا د نیپال سيالې لوبډلې ته د يوې منډې په توپير ماتې ورکړه.

د هېواد د کرېکټ ۱۹ کلنې ملي لوبډلې د نیپال پر وړاندې په دوییمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره د محبوب تسکین ۵۸ منډو پرمټ  ۱۶۸ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۶۹ منډې هدف ورکړی وو.

سيالې لوبډلې د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ماتې ومنله.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنې لوبډلې نيپال ته د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د ۱۳۰ منډو په توپير ماتې ورکړې وه.

اړوند خبرونه