ډېر لوستل شوي

د ابدان تفریحي دښته؛ پهلوانانو پکې د غېږنیونې سیالۍ کړي

د کندز د بدني روزنې او  ورزش ریاست ویلي چې ددې ولایت په ابدان تفریحي او توریستي دښته کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوي دي.

د کندز د ورزش مسوولینو ویلي چې دا سیالۍ په دوو عمري کټګوریو کې ترسره شوي دي.

دې سیالیو دوې ورځې په بر کې نیولي چې د مرکز کندز سربېره پکې د لرو پرتو ولسوالیو پهلوانانو هم برخه اخیستې وه.

له بلې خوا، د کندز د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې له ابدان دښتې په سږني اختر کې ګڼو ګرځندویانو کتنه کړې ده.

اړوند خبرونه